PASHTO DREAM STORY
په پشاور کې د يوې نظامي چاوڼۍ يو کرنل خپلې مېرمنې ته طلاق ورکړ. لږ موده وروسته، هماغه ښځه د همدې چاوڼۍ له يو بل عسکر سره واده وکړه، چې رتبه يې د کرنل څخه ټيټه وه. په چاوڼۍ کې ډېرو کسانو دا پېښه اورېدلې وه، او دا خبره په مختلفو حلقو کې مطرح وه.
- لنک حاصل کریں
- X
- ای میل
- دیگر ایپس

څو ورځې وروسته، کرنل له هغه عسکر سره مخ شو، چې د ده له پخوانۍ مېرمنې سره يې واده کړی و. کرنل فطرتاً مغرور و، او دا يې د خپلې سپکاوي خبره ګڼله، چې د ده پخوانۍ مېرمنې له يو ټيټ رتبه عسکر سره واده وکړ. نو يوه ورځ، کله چې يې هغه عسکر وليد، په طنزيه انداز يې ورته وويل:
"نو څنګه ده نو، دا نوې کارېدلې ماشين؟"
عسکر لومړی لږ شرمېدلی، خو بيا يې ځان قابو کړ او چوپ پاتې شو. کرنل ته د ده خاموشي لا نوره د زغملو نه وه، نو بيا يې خبره تکرار کړه:
"وايه، څنګه ده دا کارېدلې ماشين؟"
دا ځل، عسکر مسکی شو او په ډاډه لهجه يې ورته وويل:
"صېب! ماشين خو رښتيا هم کارېدلې ده، خو تاسې هېر کړل، زه ميخانیک يم! زاړه ماشينونه بېرته په نوې بڼه روانول زما هنر دی!"
دا ځواب اورېدلو سره، کرنل هېڅ و نه شو ویلی، او شاوخوا ولاړو کسانو د تعجب ساه واخيسته. د عسکر حاضرجوابۍ ټولو ته دا درس ورکړ، چې عزت نه په رُتبې، نه په شتمنۍ، او نه په زړو دودونو کې دی، بلکې د انسان په فکر او عمل کې دی.

تبصرے
ایک تبصرہ شائع کریں