PASHTO DREAM STORY

د قسمت لوبه

ــــــــــــــــ غــــزل ـــــــــــــــد ګـړنـګ هـره ازانـګه مـې هـر خوا خونـي پـیغام وړيدا مــباح کـوپړۍ څـه دلـته څـه مـې دشته باګـرام وړي

ــــــــــــــــ  غــــزل  ـــــــــــــــ

د ګـړنـګ  هـره  ازانـګه  مـې هـر خوا خونـي پـیغام  وړي
دا مــباح  کـوپړۍ څـه دلـته  څـه مـې  دشته باګـرام وړي
د مـنــدر غیــږه  مسروره پــه  سـندورو  شــي  رنـګیـــنه
د بـاطلـو لــه مسجـده  رنــګ پـه  ویـنو  کـې  امــام  وړي
څــوک پـه سور حـمام د وینـو دلـته اوف قـدرې هم نکړي
نــو دا ځـکـه مې سـکروټې د سیـنې تــاق لــه الــهام  وړي
د نــاچــارو  وینـې زوې خــانـم  خـیلـو تــه سوغـات  کـړي
بـیا سجـده د تـعـظیم خـوار یې دکټ لنګـې ته ماښام وړي
چــې الـــوت یـې تــفـکـر کــړي  د فــلـک  تــر  مــدارونـــو
د  تدبیر قـدم  به خـود بیا د خپل عقل په هسک بـام وړي
شـوې د عـشق  پـه مـذهـب کـې عـقـایـدو  پـولـي ړنـګـې
دا سجده چې په محراب کړي هغه سر ښپوله د رام وړي
لـب چـوشـي ورتــه افـضلـه شـوه تــهجـودو لــه شـوګیـره
ځـکـه یار لـه شومه دم کې اوس د ګرمو شونډو جام وړي
ځـان لــونـګـو پــه اوبــو یـې دومــره مــه لــړه * مـنـیـبه *
هسې نـه چـې سـتا جـسد هـم بـیا د کلــي نــه بـدنـام وړي
منیب صافی


تبصرے