PASHTO DREAM STORY

د قسمت لوبه

قبایلکورمه کې تر تاوتریخوالي وروسته ګرځبندیز لګېدلی

و قبایلکورمه کې تر تاوتریخوالي وروسته ګرځبندیز لګېدلی دی۴ساعتونه وړاندېطارق اورکزیچارواکي وايي، د تاوتریخوالي او ډزو پېښه د اګست پر ۲۵مه په سده کې شوې. چارواکي وايي، د تاوتریخوالي او ډزو پېښه د اګست پر ۲۵مه په سده کې شوې.د کورمې انتظامیې په سدې بازار کې په تاوتریخوالي کې خلکو ته د مرګژوبلې تر اوښتو وروسته په سیمه کې ګرځبندیز (کرفیو) لګولی دی.چارواکو او ځايي اوسېدونکو د اګست ۲۵مې پر ماخوستن مشال راډيو ته وویل چې د زیارت (پنجشنبې) پر ماسپښین په سدې بازار کې خلک تر هغې وروسته وپارېدل چې یوې ډلې د پیسو لانجې پر سر پر دوو کسانو د مذهب سپکاوي تور پورې کړ.دوی وايي، تورنو کسانو لومړی په یوه دوکان کې پناه واخیسته خو چې د بلوه ګرو زور زیات شو نو پولیس ورغلل او دواړه کسان یې تاڼې ته ولېږدول.عیني شاهدان وايي، پارېدلو خلکو چې په تاڼې د ننوتو هڅه وکړه نو پولیسو یې د منتشرولو لپاره هوايي ډزې وکړې.د سدې روغتون ډاکتر رحیم ګل مشال راډیو ته وویل، په تاوتریخوالي او ډزو کې دوه کسان وژل شوي او ۱۲ ژوبل دي. "د پولیسو او عوام ترمینځ تصادم شوی دی. وژل شوی یو کس جاوېد دی او بل نجیب نومېږي. زما په خیال دواړه د سدې اوسېدونکي دي."ده زیاته کړه چې څلور ژوبل کسان یې تر لومړۍ طبي مرستې وروسته پېښور ته لېږدولي او نور ژوبل کسان یې تر درملنې وروسته له روغتونه خارج کړي دي.عیني شاهدان او چارواکي وايي، پارېدلو کسانو تاڼه محاصره کړې وه او هلته یې اته ګاډي وسوځول.چارواکي وايي، د مذهب سپکاوي په تور تورن دواړه کسان خوندي دي. د کورمې د پولیسو مشر ارباب شفیع الله مشال راډیو ته ویلي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.د نوموړي په خبره، حالات کنټرول شوي دي او په سیمه کې تر "نامعلومې مودې" پورې ګرځبندیز لګېدلی دی.مشال راډیو په سده کې د تاوتریخوالي د پېښې په اړه د کورمې له انتظامي مشر سره په خبرو و نه توانېده.

تبصرے