نظرانداز کرکے مرکزی مواد پر جائیں
زما مينه شهيده شوا لمړى برخه
لمړۍ برخه زه او زاهد د دعوت عالي
ليسې په انګړ کې ولاړ وو چې عبدالله
راغی . د عبدالله سره مو ستړې مشې او
روغبړ وکړ . عبدالله وويل : چې ستاسې
کډې دلته دي په افغانستان کې . ما وويل
چې په افغانستان کې . عبدالله وويل : =
او که چې زه به مو مخکې خبر کړی وم
چې روغ مراسم مې درته نيولي وای . م
ا
وویل هیڅ خبره نه ده . عبدالله ډېر ښه
هلک وو . مونږ چې د يوولسم ټولګي نه
دولسم ټولګي ته بريالي شوو . عبدالله د
دولسم ټولګي نه فارغ شو . کله چې د
فارغينو اونه فارغ شو . کله چی کامیابو
شاګردانو لپاره مراسم ونیول شول.د
دولسم ټولګي د فارغينو وار چې تېر شو د
يوولسم د فارغينو وار راورسيد . له نورو
ټولو شاګردانو سره خپل خپلوان راغلي
وو . د هغوی په غاړو کې يې امیلونه
واچول یواځې زما او د زاهد سره څوک نه
وو راغلي . ځکه زمونږ کډې په افغانستان
کې وې . کله چې زما او د زاهد وار
راورسيد ، زما په غاړه کې يواځې خپلو
څلورو ټولګيوالو ( همصنفیانو ) امیلونه
واچول ، کله چې عبدالله ولیدم خپل ټول
اميلونه چې څو شېبې وړاندې عبدالله په غاړه کې اچول شوي وو په ځوانانو
ووېشل ، زما او د زاهد په غاړو د د کې یې
واچول . عبدالله مو د هغې ورځې
راوروسته ملګری هم شو . زه عبدالله لا په
خبرو بوخت وو چې زاهد د وويل :
حمیده ! راځه چې لاړ شو کمری ( کوټې )
ته ناوخته کيږي . عبدالله نه مو رخصت
راواخیست . د کمرې په لور روان شو مونږ
لا په لاره وو چې د زاهد د کور نه زاهد ته
زنګ راغی زاهد چی موبایل له جیبه \
راویست اوویی ویل چې خور مې ده
وړانګه . وړانګه زما سره يو ځای رالویه
شوې وه ډېره ښايسته جلۍ وه . زاهد د
اوکې تڼۍ کيګله : الو ! الو ! زاهد يو قدمه
له ما لري شو . د وړانګې سره یې پنځه
شپږ دقیقې خبرې وکړې کله یې چې یی
چی ټیلفون بند کړ ما ورته وویل چې څنګه
خیر خو و څه يې ويل !!! زاهد وویل خیر
خیریت ده هیڅ نشتهویل یې چې یاد
شوی مې وې ټيلفون درته وکړ په خبرو
هسې می خبرو کمرې ته سره ورسيدو زه
اوږد په بستره کې پرېوتم زاهد هم بستری
ته ډډه ولګوله او ویل یې چې عبدالله ته د
خدای خیر ورکړي که عبدالله نه وای زمونږ
په غاړه کې به چا امیلونه اچولی ما یی
هم خبره تائید کړه چې ریښتیا هم عبدالله
زمونږ سره ډېر ښه وکړل
تبصرے
ایک تبصرہ شائع کریں