نظرانداز کرکے مرکزی مواد پر جائیں
لومڑئ برخہ اخ ... !! ! څه پیکه ورځ راباندی تېره شوه ، مازیګر هم
لومڑئ برخہ اخ ... !! ! څه پیکه ورځ راباندی تېره شوه ، مازیګر هم
خپل روح ، ورو ورو د تور تم غېږې ته وسپاره ، شپه شوه ، شپې هم خپله واکمني قايمه کړه او د خپل خوی او عادت له مخې یی د تورتم څادر پر کایناتو وغوړاوه د خپل عمر په پنځه لسم پسرلي کې وم ، د لمانځه سره مې ډېره مينه وه ، زما د مور او پلار لومړنۍ پوښتنه به له مانه دا وه چی ، بچيه ! لمونځ دې کړی که نه ؟ د ماسختن د لمانځه وخت و ، لومړی مې مي لمونځ وکړ او له لمانځه وروسته خیلی خوب خونی ته لارم ، کتاب میراوخیست ، لوستو هم خوند رانه کړ ، ما ويل راشه د افغانستان له حالاتو ځان خبر کړه ؛ نو تر څنګ پرته راډیو می چالانه کړه ، د شپې ۸ بجې وې ، د راډيو څپه مې پر يوې نړيوالې راډيو برابره کړه ، له راډيو مې خبرونه واورېدل ، ټول خبرونه خواشینونکي وو . يو هم
داسې خبر نه و ، چې زما زړه ته يې سکون وربخښلی وای ، ځکه په وطن کې مو هره ورځ له مرګه بل څه نه وي ، هره ورځ مو په وطن کې وسله وال بی ګناه انسانان وژني ، د خبرونو اورېدو وروسته مې راډیو بنده کړه ، کمپله مې پر ځان راکش کړه او د فکر د نيا ته ننوتم . که څه هم ورځ راباندې ډېره بې خونده تېره شوې وه ، او اغېز یې لاختم شوی نه و ، چې فکر او سوچ مېد الله هغه ښکلي خلقت ته شو ، چې پر خپل قدرتي كيف يې د بشر په بڼه نړۍ ته راليږلی و . ما غوښتل چې د ميني تنابونه له دغې ښکلي بشر سره وتړم ، دا ډېره ښکلې وه ، د کلي د هرې انجلۍ په ژبه د دې د ښايست ، پوهې او د ښې انجلۍ کیسې کېدلې . ددی ښایست پر ما دومره تاثیر کړی و ، چې زه یې په مخ کې تېریدی نشوم او نه یی ما نوم ورته اخیستی شو ، چې ورته ووايم څومره ښایسته نوم یی درباندی ایښی دی ؛ خو ځه خير ، دا هغه خبرې وې چې هره ورځ به مې په زړه کی تېرېدی دواړه په ښوونځي کې وو ؛ خو د دوی ښوونځی له مونږه يو څه په واټن کېو ، له کلي مو ښوونځي ته د تلو لاره هم تر ډېره شريکه وه ؛ خو د دوی ښوونځی به په ۷ نیمو بجو پیل کېده او زموږ ښوونځی به په ۷ بجو پیل کېده ، دا په اتم ټولګي کې وه او زه په ۹ ټولګي کې ، هره ورځ به ددې په خاطر ناوخته ښوونځي ته تلم ، دومره انتظار به مې ورته کاوه ، چې يو ځل به مې ددې ښوونځی جوړه سپینا لوپټه وكته ؛ نو بیا به هغه ورځ راباندې ډېره ښه تېرېده ، نور ټولیکوال به می جمعې په ورځ رخصتۍ ته ډېر خوښ وو ؛ خو زه به د ښوونځي رخصتۍ ته خپه وم ، د جمعې ورځ به چې رانږدې شوه ، په زړه کې به مې له خفګانه درد شو ، ما به ویل خدایه کله سبا بیا جمعه ده ، بیا رخصت دی ، زه به څنګه دا ټوله ورځ د هغې له ليدوپرته تېروم ؟ د رخصتۍ نورې ورځې خو لا پرېږده ، په ما به دغه يوه ورځ لکه د کال تېرېده ، نور زده کوونکي به رخصتيانو ته خوشاليدل او زه به خپه کېدم . شپه پخه وه ، خوب نه راته ، په سوچونو او فکرونو کې ډوب وم ، چې څنګه به ورته د خپلې مینې اظهار کوم ؟ څنګه به ورته وايم چې ته مې دزړه سر يې او له تا پرته مې ژوند نه تېرېږي ؟ ځکه د سهار رڼایۍ ته لږې شيبې پاتې وې او ما هم دا کلک هوډ کړی و ، چې حتما به ورته سهار په لیک کې دا دوه جملی لیکم ، چې ) له تا سره می مینه ده ( او ) ته مې ډېره زياته خوښېږيزمونږ د کلي د ملا صيب اذان د فکرونو اوخيالونو له نړۍ راويښ کړم ، او د رښتينې دنیا پر لورې یې زما پام کړ . د سهار د اودس لپاره مې مور له اوبو تازه لوټه راډکه کړې وه ، اودس مې وکړ او د جومات په لورې روان شوم . کله چې مې دسهار لمونځ په جمعه وكړ ، له دعا وروسته نېغ بېرته خپل کور ته راغلم او د خپلې خونې المارۍ ته لاړم ، چې بېلا بېل کتابونه مې پکې پراته وو . دالله ج سپیڅلی کلام می راواخیست ، چې په لوستلو یی څوک نه مړېږي ، یوه سیپاره مې تلاوت کړه او دزړه پرسر مې ونیو دا دعا می تکرار کړه ، چې خدایه ستا د دې کلام په خاطر نن هغه ورځ ده ، چې په دوه جملو کې ورته دخپلې مینېاظهار وکړم ، او ته مې پدې ازموینه کې کامیاب کړې . ج داالله ج کلام مې بېرته په خپل ټاکل شوي ځای کېښود ، بېرته له خپلې خونې راووتلم ، د لمر وړانګې د ځمکې پر مخ خورې شوې وې او د تورتم تیارو ته یې د پای ټکی ایښی و . زموږ د کور د باغچې لمر ګلي ، چې لا هم د لمر نه دساه اخيستلو لپاره په انتظار و ، خپل سرونه يې د نري باد په ملتیا کله یو خوا او کله بل خوا تاوول ، د ونو شنو پاڼو هم د الله ج پر نوم دترنم ټالۍ خوړلی ، دمرغيو شور هم په رحمن ، رحيم او غفور ذات ثنا ويله ، په غرونو کې شيشه ایزو کاڼو دلمر درڼا په مقابل کې سترګکونه وهل اود سترګو ګاټي يې برېښول ؛ خو د الله ج پر لويوالي يې شکرونه ایستل ، چې د کایناتو ستر څښتن څومره مهربانه دی ، چې هرڅوک یې په خپله دنیا کې مصروفه کړي دي . ما هم د سهار چای وڅښه ، د ښوونځي د تګ لپاره مې ځان چمتو کاوه ، ځکه د ښوونځي د تګ لپاره مې نیم ساعت پاتې و ، د ښوونځي شين لباس مې پر تن کړ ، د سپينو بوټانو مزې مې دګوتو په هنر کلک وتړل ، د نن ورځې می راواخیستل ، د کورنۍ له کتابونه غړو او مور څخه می خدای پاماني راواخيسته او له کوره را بهر شوم . کله لس قدمه له کوره را لرې شوم ؛ چې نو په ذهن کې مې داسې څه ګرځېدل ، لکه څه رانه ورک وي ، زر زر مې چېد خپلو کتابونو بيک او جیبونه وکتل ؛ خو ورک شوی څیز می پیدا نکړ . بېرته په منډه خپل کور ته ننوتم ، د خپلې خوب خونې هر څه مې پر بل مخ واړول ؛ خو ورک شوی څیز می پیدا نکړ ، ذهن کې مې دا خبره ګرځېده تا سره خو داسې څه نه و ، چې ته يې لتون کوي . کتابونه هرڅه مې بيا له سره وپلټل ؛ خو بيا هم هیڅ په لاس رانغلل . په همدی لټولو ، لټولو اخته وم ، چې دسهار ے نیمې بجې شوې او ورک شوی څیز بيخي له ذهنه تښتيدلی و ، کله چې مې مغز ته راته ، پر ۷ نیمو بجو لس دقیقی اوښتی وی ناهیلی او خفه کېناستم ، پدې وخت کې مې مور کوټې ته را ننوته او راته يې وويل
تبصرے
ایک تبصرہ شائع کریں