PASHTO DREAM STORY
- لنک حاصل کریں
- X
- ای میل
- دیگر ایپس
بهیرمومندزی
د اخـــتــرمـشـاعـره ده زړونـــه وران دي
دلـتـه ویــره ده جـګـړه ده زړونـه وران دي
دهــرکــورخـلـک دویـر په ټـغـر نــاست دي
خـامـوشـي خـوره وره ده زړونــه وران دي
خــوشـحـالې نـشـته مـدام ژړا سـلګـۍ دي
کـه برات دی کـه روژه ده زړونـه وران دي
جــنــازه کــې بــم چــاودلی پــه واده هــم
د روغتون هـم دا کیسه ده زړونه وران دي
د اخــتـر مــبــارکــې وایــلـــی نـــــشــــــو
بس په خوله مو فاتحـه ده زړونه وران دي
پـیـغلـه خـور یی د یـو ورور بدو کې ورکړه
مـلــک کـــړې فیصـلـه ده زړونـــه وران دي
پــه لسـګـونـه شـهـیـدان سـرونـه یی نـشته
ښار کې شوې دهـمـاکـه ده زړونـه ورانه دي
دجـهـاد پـه نـوم سـجـده کـې وژل کـیــږ و
پـــه مسجـد شوې حمله ده زړونه وران دي
تــــرحــــم او انسـانیت لــه مــنـځــه تللــې
د وحشت تــیاره خـوره ده زړونه وران دي
نارامې ده مــومــنــدزیــه سکـون ورک دی
سکوت ، ویره ،اندیښنه ده زړونه وران دي
- لنک حاصل کریں
- X
- ای میل
- دیگر ایپس
تبصرے
ایک تبصرہ شائع کریں