PASHTO DREAM STORY
- لنک حاصل کریں
- X
- ای میل
- دیگر ایپس
《لومړی دیدن》
ما چی لومړی ځل ولیدله
ډیر می دا زړه درزا کوله
بیخی درزا مزه کوله
مزه چی هیچا نه کوله
☆☆☆☆☆☆☆☆☆
په دا لومړی دیدن میین شوم
ما چی دا ولیدل ګټمن شوم
د بختورو بختور شوم
د مینانانو صف کی خپل شوم
☆☆☆☆☆☆☆☆☆
ما چی په ژوند کی هم لیدلی نه وه
نه می په سوچ چیرته راغلی نه وه
بس د قسمت کارونه تل وی دا شان
ددی دنیا کارونه تل وی داشان
☆☆☆☆☆☆☆☆☆☆
ددی راتګ سره بدلون می وکړ
راتګ سره می زړه سکون هم وکړ
لکه چی زه تازه دنیا ته راشم
د تاریکو نه و رنا ته راشم
☆☆☆☆☆☆☆☆☆☆☆
د خوشحالیو هیچ یو حد می نه وو
د زندګی هم شرارت می نه وو
د هوساینی کمبودیت می نه وو
آرامه زه وم څه حاجت می نه وو
☆☆☆☆☆☆☆☆☆☆☆☆
دا یو څو ورځی می هم ښه تیریده
خوښ او خوشحاله می په زړه تیریده
سوکاله ژوند په تماشه تیریده
د پادشاهی ژوندمو ډاډه تیریده
☆☆☆☆☆☆☆☆☆☆☆☆☆
د مینانو ژوند همداسی وی تل
د لیونیانو ژوند همداسی وی تل
د مجنونانو ژوند همداسی وی تل
جمال یاری د دا کسانو تل کوینه
جمال یاری د دا کسانو تل کوینه
۱۴۰۰ه ش _سرطان__دوشنبه ۲۸
- لنک حاصل کریں
- X
- ای میل
- دیگر ایپس
تبصرے
ایک تبصرہ شائع کریں