نظرانداز کرکے مرکزی مواد پر جائیں
دنيا ټــوله د يـــو بـل نه مـــرورهپام کوه گؤری چی را نه شی اختره
دنيا ټــوله د يـــو بـل نه مـــروره
پام کوه گؤری چی را نه شی اختره
مونګه خپلې خوشحالۍ دې دفن کړې
غټې ګټې مو پری اېښې دې د بره
مونګ لا هغسی تيارو کښې پراته خلک
سنګه وکـړو اِفتدا د سپين سحره
د خيالات د الوتو نه يې پريوتي
د الـــوت بــنړې مـــو وتې له وزره
زمونګ لويه خوشحالې ده فقط سوله
بله نشته خوشحالې له دينه غوره
ده دنيا هره بلا په مونګ راسمه
مــونــګه هـــرې بلا وخوړو په نره
داسے حال کښې ته له تمه د بنګړو کړی
د منصف د حال نه نه يې جوړ خبره
تبصرے
ایک تبصرہ شائع کریں