PASHTO DREAM STORY

د قسمت لوبه

غزل ـ پیر محمد کاروانله ماښامه تر ماښامه ـ مخ ۶۱ـساقي ډکه پيمانه را واړوهغرقې سترګې مستانه را واړوه

غزل ـ پیر محمد کاروان
له ماښامه تر ماښامه ـ مخ ۶۱
ـ
ساقي ډکه پيمانه را واړوه
غرقې سترګې مستانه را واړوه

ـ

پۀ رباب د زړۀ مې ښخې کړه منګولې
په کښې سوې ترانه را واړوه
ـ
ميخانه کښې کوثري اثر پيدا کړه
په شرابو زمانه را واړوه
ـ
زۀ ملنګ ستا د دیدن یمه راغلے
د سرو شونډو شکرانه را واړوه
ـ
پېغلې حورې د جنت، اوښکو کښې لامبي
دا تسپې دانه دانه را واړوه
ـ
چې پۀ روح مې د مُسکا جلوې خورې شي
مخ دې څۀ پۀ بهانه را واړوه
ـ
چې د ښکلو زړونه نرم شي کاروانه
یو غزل عاشقانه را واړوه
 ـ

تبصرے