PASHTO DREAM STORY

د قسمت لوبه

واڼه بازارکی پهلوان په هوټل کی می چای څکله


 واڼه بازارکی پهلوان په هوټل کی می چای څکله

چی ناڅاپی دوه اړخیزه  ډزی پیل شوے 

شورغوغاشوه ...هرڅوک ځان خوندی کوی ...لس پینځلس منټه روستو چی ډازونه کرار شول 

مالومه شوه ..چی د ګلاخون او طوطی خان قبیلو مینځ کی د زمکی په یوګز لانجه وه... هغوسره اوویشتل چی له دواړه اړخه نه یو یو کس مړه شول ....خو مینځ کی یو کس بی ګناه د "کراچۍ لګاډۍ " واله ولګیده 

زه هوټل نه اوواتم مخامخ خلق سره جمع دی 

style="text-align: left;">یو بل ته وایی د څوک دی څوک یی پیژانئ خپل یی څوک شته ؟ 

ما چی وکتل یو ماشوم لس کلن وینو کی چت پت خټو کی ورغړی .....او.. وۍ ادے وۍ ادے.. نعری وهی 

ما یی سر را اوچت که په مخ می لاس ورتیر که ...بچیه دومره نه یی خوږ ...وار ما خطا کوه

د زر زما د مکنډی نه لاسونه تاؤ کړل ..په بیړندی ژغ یی راته اووے ...وۍ ماما ...د خدای هیله می ده ستا هیله می ده ...نور هیڅوک نه لرم ...ما زرکی په سینه پوری په غیږه کی اونیوه ....اوچت می که ..مخامخ موټر ولاړ وه ...هله وروره تر روغنتون یی راسره ورسوه ....ګاډی کی می په غیږه کی نیولای وه ....ماما حافظ میډیکل کمپلیکس ته می یوسه ....هلته می مور هم نن دری یمه ورځ ده ...په اتم نمبر کوټه کی د ډاکټر نورخنان سره داخله ده ....

او ماما  زما پته نه لګی زما جیب کی څلویښت روپۍ دی

 دا به می مورته امانت ورکوی ....دے کی  یی د بیوسۍ او مجبورۍ په سترګو کی مړه راته وکتل  ...او بیا یی سترګی پټی کړی .....

روغنتون کی مو بیړندی وارډ ته یوړو .....کوم چی د اتم نمبر کوټی سره جخت وه ....ډاکټران هم په منډا راغلل ...پری اخته شول ...ما غیږه کی نیولای وه ....سلګۍ یی واهلی ..اخر کی یی د وینو یوه غرغاړه وکړه .....او پور یی پریکړو ....زه بیخی د حراکت نه اوواتم سیخ سیخ یی سپین کانډی مخاکی ته ګورم ....

ډاکټران ......حاجی صیب صبر کوه

 د زموږ د ټولو لار ده ..صبر نه بغیر بله هیڅ لار نشته ....حاجی صیب دغه د ځوی دے ....ما داسی مړۀ غوندے په سر باندی د هو اشاره وکړه ......اوس سوچ کی یم ..چی مور به یی څنګه خبراوے ...څه به ورته وایی ....اخر لاړم  ځان سره می میوه واخسته .....او یخنی کی می ډوډۍ واړه کړه ...ورغلم وَر می.... وروټکوه .

.ورننوتم 

....ډریپ ورته لګیدلی دے...عمر یی دومره نه دے ..خو حلاتو اوغمونو بلکل توره تپه سوے ده ...بیخی بوډۍ مالومیږی ....

ادے څنګه یی؟     جار ځوی ګله ښه یم .... وۍ ځوی ګله ستا کالی خو ټول په وینو سرۀ دی ....خیر شه ....

آدے مریض می راوړے دے .....د هغه په وینو سره دی ...وۍ جار مریض د څه دے؟  اوس څنګه دے؟  

آدے ځوی می دے ..اوس ښه دے ..جار الله د شفا ورکړی

آدے ...ته څوک یی د کوم ځای او څوک درسره شته؟  

ځوی ...موږ وچه خوړه کی کور دے مهاجر یو ...

او ځوی ...یو لس کلن بچی ایمل خان لرم ...د وخت واڼه بازار کی د لاس لګډۍ "کراچۍ" چلوی ...غرمه او ماښام بیا ماته راځی ـ

آدے.. نــــو ...ولے ستا خاوند او نور بچیان نشته؟

دغی پوښتنی سره سمدستی بیډ کټ کی را کینسته..او یو سوړ او شۀ اوږد اسویلی یی اوویسته ...

ځوی ..ولی نه وؤ ...سړای می وه دوه می مشران زامن وؤ ....خو لیوانو رانه اوخواړل ...

ځوی سړای می د کلی خان وه ..لوی لوی مراکی به یی فیصله کولی ...یوه ورځ د یوے مراکی فیصله کولو نه واپس د شپی کورته راتلو ...چی په لاره کی چا په ډزو اویشتو ..

او ورسره یی یو خط لیکلی وه چی د منافق دے ....

د سړی می د لاس نیوی دری یمه ورځ وه چی د شپی طالبان په کور راوختل او زما مشر ځوی شربت خان کوم چی په ملی اردو کی وه ..زما په وړاندے یی په ګولۍ غلبیل غلبیل کړو ......دا کی څو ورځی تیری شوے ..خو دوی هم له نورے دړاکی راکولی .....بل ځوی می ګلاب خان راته اووے ..

ادے ..... اوس زموږ ټوله کورانۍ ته د مرګ خطر دے ..

.د بچکیدو لپاره زه طالبانو ته ځم ..هغوی ګروپ کی داخیلیږم......د کی به لس شپی نوی وتلی ...چی ملی اردو مو دشپی په کور راوخته ...او ګلاب خان می یی راته په ګولئ رنجی رنجی کړو ـ

وخ ځوی له سختو څوک نه مری ..ګنی زه به مړه وے .....بیا څو ورځی پس می لس کلن ایمل خان تر لاسه او نیوه د کلی مو هجرت وکه ..او دلته رغلو .....

اوس ایمل سهر بازار ته کراچۍ "لاس لګډۍ" بوځی تر غرمه پورې  شل دیرش روپۍ اوګټی ...غرمه کورته راشی ډوډۍ ګډه وخورو ...مسپوښین بیا لاړشی ماښام ته راشی ....

آدے ... د ډوډۍ وخوره ....جار ځوی ګله اوس زیاتی ایمل خان هم راځی موږ یی په یو ځای خورو ....

او ...خیر دے زه د هم ځوی یم ...خو ته ډوډۍ اوخوره ....

جار ځوی چی ته می نه پریږدے ....ځه ....یوه نوړۍ خوشن یی واخستو....خو په مشکله یی تیرکړو ....جار ځوی چی خفه نشی ...نه می تیریږی ....د ایمل خان نه بغیر څه نشم خوړلے .....

زه هم انسان وم ....ډیر بردشت می وکړو ...خو دومره خبری می چرته زغملای شوے ...ور بړاچ می ولل ...

وخ وخ جار جار ولی ځوی په څه شوے ...زه د کوټی نه یی را اووتم ...دا هم راپسی : اوواته ....جار ځوی مریض خو به د په څه نوی؟

ما په چغو چغو ژړل او د ایمل خان کوټی ته ننوتم ...دا هم راپسی ننوته ....چی څنګه ننوته په ایمل خان یی سترګی خښی شوے ...وۍ دا څوک دے .....چیغه یی اوویسته ...اسمان ته یی وکتل...وۍ خدایه...،، عرش به ولی نه خوزیږی،،وتریده ...ماغیږه کی اونیوه .. ...د وینی غرغړه یی وکړه ..او زما په غیږه کی یی ساه ورکړه ــــ


تبصرے