PASHTO DREAM STORY

د قسمت لوبه

په اخر کې چې زوال دی ، څه مطلب یې د شیندلو چې حاصل یې فنا کېږي ، څه د تخم په کرلو

په اخر کې چې زوال دی ، څه مطلب یې د شیندلو

چې حاصل  یې فنا کېږي ، څه د تخم په کرلو

سپرلي راشي ګلان راوړي ، لاړ شي تېر شي ګلان یوسي

څه مطلب یې دې راوړلو ، څه مطلب یې وي د وړلو

هسې وایي په اخر کې دا جهان به فنا کېګي

څه مطلب د جوړولو ، څه مطلب د ورانولو

دا افراد چې د بشر دي ،  پېداکېږي فنا کېږي

څه مطلب د زیږدلو ، څه مطلب د مړکولو

که هر کار دې بې مطلبه ، بې مطلب خو هم مطلب شو

بې مطلبه مطلب څه دی ، څه مطلب د کار کولو

که خندل دې که ژړل دي ، یو له بله پېدا کېږي

که خندل او ژړل نه وی ، بیا به څه وو د کولو

دا جهان چې اول نه  وو او اخر کې به هم نه وي

په اوسط کې راته وایه کوم دلیل یې د منلو

چې وهمي امر ډېر زیات شي بدیهي ګڼلے کیږي

بدیهي او وهمي یو دي دواړه دي د غرزولو

که عرفان په وسیله وي ، زهٔ خپل ځان څرنګه منمه

که زهٔ دوا نهٔ  یم نو وایه کوم مقام د یو منلو

حمزه بابا رح

تبصرے