PASHTO DREAM STORY
- لنک حاصل کریں
- X
- ای میل
- دیگر ایپس
#پاتی_شه_باران_دی 1لومړی برخه border="0" height="320" data-original-height="726" data-original-width="720" src="https://blogger.googleusercontent.com/img/b/R29vZ2xl/AVvXsEh1IfP9wEMj4PFaD3ioti65WXWhmV8vvBW-B4YyS__Ih-p7gp54BVkRvzW5A1vMjIs1y6U3MQ-gVixcA5Ga6zzS88cAXsO34aHlKlHbVsbTwv0RCuXw7K-8e8razRA58pURM3nXS87BaFQOtQG5N9w2L_22EAUEm3Y94-4d-UMbLxY0k3apUSzPUIPi/s320/FB_IMG_1684595653369.jpg"/> داسې ورځ به کمه راتله، چې زه دې ټولګي ته راشم او د هغې سندره دې وانه ورم. هغې به هره ورځ سندره ویله، په پیل کې خو به د هغې پر شونډو موزون کلمات زما لپاره یوه عامه سندره وه، خو د وخت په تېرېدو د هغې سندرې زما لپاره یو نوې خوند پېدا کړ. زما احساسات به یې داسې په لړزه راوستل لکه د غره ویاله،چې به خپله نرمه او غلې سندره د خپلو غاړو نازک واښه په نڅا راولي. زموږ ټولګی هم عجیبه و،بس چې د ښوونکي سترګې به پناه شوې، هر څه به بدل،بدل شو په یو کنج کې به یې داسې شور ما شور و لکه د مني په ماښام کې چې چینجڼې د ځنګله په ونو کې چڼېدل د خپل ژوند یوازینې مقصد ګڼي،خو په بل کنج کې به د څانګې غلې سندرې سړي ته د څېړیو په پاڼو کې د نرمې هوا له نڅا پېدا کېدونکې نغمه یادوله بیا به چې استاد راغی په صنف به د صحرانۍ شپې خاموشي خپره شوه او ټول زده کوونکي به به خپلو خپلو چوکیو کېناستل نو زما ذهن به د ماضي په لور ګام واخیست او پر هغو شېبو به تم شو چې څانګه د لومړي ځل لپاره زموږ ټولګي ته راغلې وه. زموږ ښوونځی پېښور ښار سره نزدې و،نور کړه وړه یې د افغان مهاجرینو د عامو ښوونځیو و،بس دومره خبره وه چې نجونو او هلکانو به په ګډو ټولګیو کې زده کړه کوله. د ښوونځي ښکلې او پخې ودانۍ ګڼې خونې درلودې خو زموږ د ټولګي کوټه خامه وه. کله چې د ږده کوونکو او ټولګیو شمېره ډېره شوه،ادارې په عاجله توګه دا کوټه جوړه کړه او زموږ په برخه ورسېده. ښه مې یاد دي چې به هاغه ورځ ښوونکی تازه له کوټې وتی و، اسمان د شړکنده باران په رګونو کې د برېښنا شوخې جلوې شیندلې او چې د تندر ګړز به شو نو ځینې شوخې نجونې به په هیبتناک ډول یو بل ته غاړې وتې او څرګنده به یې کړه چې ګنې تندر وویرولې. ځینو به په غوږونو کې ګوتې منډلې،زمرک ور غږ کړ چې ځینې تاریخ پوهان په حقه پښتانه بني اسرائیل ګڼي هغوی به هم د تندر د غورځېدو پر وخت د مرګ له ویرې په غوږونو کې هم ستاسو په څیر ګوتې ورکولې. او چې باران زور واخیست نو د ټولګي چت څو ځایه په څڅېدو شو. بیا
- لنک حاصل کریں
- X
- ای میل
- دیگر ایپس
تبصرے
ایک تبصرہ شائع کریں