PASHTO DREAM STORY

د قسمت لوبه

اول: یتیمې انجلۍ مینه برخه: لومړۍ

ن

اول: یتیمې انجلۍ مینه برخه: لومړۍ 👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇 مـور او پـلار یـې لـه یـو بـل سره خـورا مینـه لرلـه. د دوی لـه مینـې داسـې ښکارېده، چې په وخت کې یې پلار یوسف خان او مور یې شېربانو وي.لـه خـبرو، ټوکـو او بوختیـاو یـې د کـور نـورو غـړو هـم خونـد اخېسـته؛ پـه ځانګړي ډول کله به چې باران ورېده او یا به همدې باران د شپې له مخې د ځمکې اننګي ښکلول، نو ډېرو پېغلو او واده شویو بـه د کړکیۍ ـه چـاودونو د دوی د مینه ناکو لوبو نندارې کولې . کور څه چې په ټول کلي کـې د همـدې جـوړې د مینـې پـه غوړېـدلو ټغرونـو نکلونه کېدل او د ډېرو به په غم -ښادۍ کې همدې جوړې ته پام و . دا چې دوی لا تازه واده کړی و، نو په کور - کلي کې د ودونـو یـا نوروخوښـیو پرمهال به ګډون والو دوی تنګول، چې آیا تاسې خو به بیا په تخت باندې د ناستې نیت نه لرئ؟ - کله کله خو به د نورو په خوښیو کې، په ټوکو سره کېناستل او د لومړي ځل د یوالي ناستې تمثیلونه به یې کول . ډېرو نیاګانو به ورته په خه سترګه نه کتل، خو ځینو نـورو مسـتو زړو تـه بـه یې زاړه یادونه ورتازه کول او هر یو به د خپل مخ پـه لیـدونکو کمرو(سـترګو) تېر ریکارډونه لیدل . پېغلو به هم د دوی په لیدو باندې زړونو کـې هیلـې وټوکـولې او د راتلـونکي لپاره به یې ترې چلونه زده کول . د دوی دغه تمثیل به خلک له اصـلي هغـې ډېـر خنـدول، ځینـو بـه ترخـې او ځینو نورو به خوږې او له مینې ډکې مسکاوې کولې . د خدای له لوري پر دوی دغه پېرزو شـوې مهرباني همداسـې ورځ تـر بلـې غزېده، چې وخت وروسته پرې بېلتون خبر شو بېلتون د خپلو بدو او کرغېړنو عملیاتو په پایله کې دغه جـوړې تـه د جـدای لار خلاصه کړه، چې د شېربانو غوندې ژوند کوونکي نـه یـې یوسـف خـان د عسکرۍ په پلمه جدا کړ . ځوان هم خپلې پښتو ته سترګې ټیټې نه کړی او د پالنګ خـوب یـې د غـره په زیګو تیګو بدل کړ. په موبایل باندې د خبرو حوصله یو هم نه لرلـه؛ ځکـه دواړو بـه یـو بـل تـه د اوښکو په بدرګه د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کول، چې په همدې به روغبـړ او آن احوال پوښتنه هم پاتې شوه؛ نو ځکه خو به ډېر ځله د یو بل پوښـتنه پـه پیغامو کېده . مېرمنې به یې هر کله یو لیکلی پیغام ور استاوؤ زما د لرې وطن ياره، چرته په خيال کې دې راځم، که هېر دې یمه ؟ ځوان به تر ډېـره پـه همـدې څو ټکـو سـترګې ښخې کـړې وې او د خپلـې خوږې مېرمنې خواږه وږمونه به یې احساسول . خپلې ناچارۍ او د مینې بې کرارۍ به وارخطا کـړ . ډېـر وروسـته بـه یـې پـه پیغام کې ورته ولیکل : خوشالي ته کړه غم به زه کړم زما زړګی په غم عادت دی، نه به چوي نه! مېرمنې به یې ژر اوښکې پاکې کړې او د ډاډګېرنې په پار به یې یو څـو ټکـي ولیکل : ګوره چې د دې خبرو هېڅ سودا ونه کړې، تـا بانـدې مـې غـم نـه دی پېـرزو اشنا، د دې نه وروسته چې هېڅ فکرمن نه شې، زه به تل ستا په مینه پایمه او دا به تام جهان ته ښایمه، چې صبر څنکه کیـږي؟ قربـاني څـه ډول وي، او په مینه کې وفا څه ته وايي!؟ ښاغلي ته به هماغه د خوا په خوا ناستې یادګارونه تر سترګو کېدل، د لیـدو هاغه خوشالي او اوس یې د نه لیدو په درد زړه له ماغزو سره دوسـتي پـرې کوله، خو د خپلې مېرمنې نازک زړه ساتلو لپاره به یې د مسکا او خندا خـبرې پیل کړې . دواړو به د نامزاد شویو په ځېر خیالي او نالیدلي زیاتې کمې ویلې؛ کله - کلـه به یې یو بل ته د هم هغه وخت ناسمۍ پېغور کولې، تر ډېره به یې په یو بـل سره ټوکی او مسخری کولی دې خاموشه پیغـامونو بـه ډېـر ځلـه هغـه هلتـه او دا دلتـه پـه کـړس - کـړس خندول، چې ځینې وخـت بـه پـه دواړو، نـږدې ناسـتو خلکـو د لیونـو ګومـان کاوه. سهار او ماښام به د دغې خـوږې جـوړې رېبـاري موبایـل کـې تلونکـو -راتلونکو پیغامو نو کوله، چې یو څه به یې د دغې جوړې د مینې تنـده ماتـه او یا به یې لاپسې زیاته کړه . یو سهار چې ځوان د خپلې ناوې مېرمنې څو پرله پسې پیغامونو ته ځواب ورنه کړ زنګ یې ور ووهه؛ شمېره یې بنده وه. مېرمنه یې وارخطا شوه، فکـر یـې سوچونو کې ډوب شو. هر څه به یې فکر ته راتلل. کلـه خـو بـه یـې چـې پـه معصومې ځېرې اوښکې هم روانې وې، خدای ته یې د عذر لاسونه نیـول او د خپل جانان د حفاظت او ساتنې غوښتنې به یې کولې . غرمه مهال چې مېرمنـه یـې پـر لمــانځه ولاړه وه، موبایـل کـې د پیغـام زنـګ وټنګېد په بیړه یې راواخېست، ګوري چې خاوند یې پیغام کې لیکلي: بې له تــا مې د ژوند ساعت ولاړ دی، هېڅ پرمخ نه ځي . په رښتيا وایم، د فکر خیال مې ستا تر اخري دیدنه نېغ ولاړ وي . مېرمنې یې د وارخطای له لاسه پیغام لیکلو ته لاسونه نـه ور تلـل، زنـګ یـې ور وواهه. د غږ په اورېدو یې زړه له خوښی ټوپونه وهل، خـو پـه خـولې یـې ورته کنځاوې شروع کړې . چې خه یې زړه تش کړ، ګوري چـې خاونـد یـې خانـدي او پـه خنـدا ورتـه د خپلې خبرې د اورېدو بلنه ورکوي . خو د ا یې په تروش تندي بلنه ردوي او بیا - بیا ترې د موبایل بندېدو پوښـتنه کوي . کله چې یې مېرمنې خه ځان پـه کنځلـو او بـدو - ردو سـتړی کـړ، پـه ارام او مسکاور غږ یې خاوند ورغبرګه کړه : وه لیونی! ته دومره غوصه یې، چې هېڅ زما خبره نه اورې؟ موږ بېګا عملیاتو تـه تلـلي وو، موبایـل مـې چـارج نـه درلـود ځکـه بنـد و. لـږ مخکې راغلو، لامې دمه نه وه کړې، چې موبایل کې چارجر تومبلی مـې سـتا خبر واخېست . د مېرمنې یې چې غوصه د پخوا په پرتله سړه شوه، په تریو تندي یې وویل : غټ سریه! نور چې هر کله دې د نیا عملیاتو ته تلې ما خبروه !نیږدې و، چې زړه مې درېدلای وای ! خاوند یې چې د مېرمنې مینه ناکه غصـه اورېدلـه، پـه مسـکا یـې ورتـه کـړه: ، نور به له ځانه مخکې خپله لېلا خبروم، چې کله عملیاتو ته تلم . مېرمنې یې ترخه مسکا وکړه، چې غټـه ککـره دې نیـولې اوس مـې پـه چـل -چل د مور نوم راته اخلې ها ؟! خاوند یې په کړس - کړس وخندل او غبرګه یې کړه : وۍ رښتیا زما خو هېر و، چې ستا د مور نوم لېلا ده، بخنه غـواړ م، پـام مـې نه و . د مېرمنې یې په دې مینه ناکو خبرو زړه عاطفې محاصره کړ په عاجزه خوله یې زیاته کړه : خېر دی ګرانه! نور چې هر چېرته تلې، ما خـبروه! بـاور وکـه، لـه ډېـرې ژړا مې سترګې خوږیږي او همداسې خو دې نـه پرېـږدم، د دې ژړا تـاوان درنـه حتمن َاخلم! خاوند یې په مسکا ورته د خوراکي شیانو نومونه پيل کړه، چې ته یې وښـایه اخېستل یې په ما، خو مېرمنې یـې چـې لـه سـهاره څـه نـه و خـوړلي، ډوډۍ ورپه زړه شوه؛ تمثیلي غوصه یې وکړه: خېټا ! تا خو به د دولت مفته قابلي او د چرګانو غوښـې خـوړلي وي؛ ځکـه دې خولـه په دې نومونو غوړه - غوړه لاړه . زه وږې یم، له سـهاره مـې هـېڅه نـه دي خوړلي ، ځم ډوډۍ خورم .خاوند یې هم تمثیلي غوصه کې له چا کم نه و، ورغبرګه یې کړه : لیونی کوه مې مه!!! ته به وایې، که د پلار لنګـر دې دی، سـهار مـې غـره کـې وچـه ډوډۍ د یـو پیاله چای سر ه خوړلې . مېرمن یې ورته په ریشخندي ډول خوله کږه کړه: ویشش بېچاره، زما د لاس هغه غوړې پراټې دې په زړه ونه ورېدې!؟ خاوند یې ځانته پام شو او په ارام غږ یې وویل : ای لېلا ! وۍ وبخه غلط شوم، هغه خو زموږ مور ده، خو ګرانې دسې یخ مې کیږي! مېرمنې یې تندی تریو کړ: ولامبه چې یخ دې خه شي او په همدې سره یې موبایل بند کړ . خاوند یې څو ځله د بلې ، هلو او اورې کلیمې تکرار کړې. موبایل کې راغلی زنګ پـرې شـوی وو، پـه غـچ اخېسـتو بڼـه یـې لـه خـولې ووتل: کټ دې که ؟ د لېلا لورې زه درته وایم، له یخه مې زړه رېږدي او ته وایې ولامبه! ؟د ې جدای دوی د یو بل سخت تږي کړي وو او دواړو به له خدایـه د ایمانـه مخکې د یو بل غوښتلو دعاوې کولې . دا داسـې وخـت و، چـې لا یتیمـې نجلـۍ پیدایښـت ځـرک نـه لږېـده، پـه شوخۍ به د کلي نجونو له مېرمنې د خاوند پوښتنه کوله، چې کله-کله به پـه مېرمنې د بدریخ له امله بد لږ ېده او ستغ ځواب به یې ورکاوه، چې لـه دې به هم د کلي نجونو خوند اخېسته . ډېر ځله خو به یې له ډېرې غوصې خاوند ته وویل : دا څه عاشق مورې ګرځوې، چې هر څوک له مـا وړانـدې رانـه سـتا پوښـتنه کوي؟ هغه به په شوخۍ ورته د ځان ستاینه پیل کړه، چې واوره! یـو پـه تـا بانـدې قدر نه لرم، کنه کوره زه خو سم شهزاده یم . -هو هو غټ سریه، ماته مالوم یې! د دوشنبې ورځ سـهار و، چـې خاونـد یـې د پیغـام پرځـای مېرمنـې تـه زنـګ اوو هه..... نور بیا ....... 😊 #نوټ: هغه د یتیمې انجلۍ کیسه تقربیاً دریمه یا څلورمه برخه کی شروع کیږی د هر اړخیزه معلوماتو لپاره ما فالو کړۍ 👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇
x

تبصرے