PASHTO DREAM STORY
- لنک حاصل کریں
- X
- ای میل
- دیگر ایپس
ناول :- ېتېمې انجلۍ مېنه
دویمه برخه:
atOptions = {
'key' : '7effc2e6cb455a0bcdcce08a3dd6ca77',
'format' : 'iframe',
'height' : 50,
'width' : 320,
'params' : {}
};
document.write(' ');








خاوند: نه مړې، تا غوندې خلک چې ماته په خوب کې د راتلو جرئت وکړي.
مېرمن: اووو هووو؛ هو کنـه؛ تـه لـه کـوره تښـته او زه بـه بیـا پـه خـوب کـې درځم؟
خاوند: ځه مړې ته مه راځه، زه به درشم .
مېرمن: اخخخخ، څه وایې؟
atOptions = {
'key' : '9605b5736cce27fe91a0b45c82381770',
'format' : 'iframe',
'height' : 250,
'width' : 300,
'params' : {}
};
document.write(' ');
ــ هو وۍ!
ــ نه رښتیا ووایه؟
ــ ولا چی!
ــ کله؟
د پنجشنبی ورځ!
واي خدایه شکر! زه به ستا راتګ ته شیبی شمارم.
ښه نو، څه درته راوړم؟
ښاا، نو څه به راته راوړی؟
هر څه چی وغواړی!
هو_هو رښتیا په یاد می شو، یو څه درنه غواړم؟
اورم چی لیلا می څه غواړي؟
ای تا بیا زما د مور نوم واخیست؟ دا ځل چی راغلی مور ته می شیطاني کوم چی غوږونه دی تاو کړي
نه نه ولا چی هسی می خوله کی راعله، غلط شوم، وبخه خو پام چی هغی ته ونه وای، له هغی می هسی بیسه ویره کیږی،
خه نو ووایه څه درته راوړم؟
خپله دا دوه منه ککره دی راوړه کنه!
هغه خو بی له هغی راوړم، نور؟
خه نو داسی وکه، هغه لمدی نکریزی نه دي؟
atOptions = {
'key' : 'e893cb672dff8997144d787dbf3e2fb5',
'format' : 'iframe',
'height' : 90,
'width' : 728,
'params' : {}
};
document.write(' ');
inherit; text-align: start;">کومی؟هغه چی کُون ورته وایی، هغه ځان سره یو دانه راوړه، جی بیا د شپی درباندی په خپلو لاسو ګلان اچوم!
اووو ایییی! د خپل او ستا نوم لومړی توری هم هن؟
هو بلکل!
بیخي سمه ده، مور دوی می هم خبر کړه،
زه ځم چی کارونه می راغونډ کم!
سمه دا، الله په امان!
خاوند یی د ټیلیفون پندیدو په وخت کی وویل!
ای! واوره!
ها څه وایی؟
درسره مینه لرم،ډیره می یادیږی، ښکلوم دی!
کینه غټ سریه، هسی ګپ مه لګوه!
والا که به ګپ لګوم!
ښه_ښه سمه ده ورځه کارونه دی خلاص که چی بیا په وخت راشی.
د مخه ښې وروسـته يـې پـه مېرمنـې د خوشالی لـه املـه د تـن جـامې تنګـې شوې، چې کله به خپل مسافر اشنا له نږدې ویني؟
کور ټول خبر او د دې مینه ناک شخص راتلو ته سترګې په لار وو
پنجشنبه شوه، مېرمنې یې سهار وختي خپل ټول کارونه خـلاص کـړل چـې خاوند مسج وکړ:
ته وایه ، چې د زړه خور شوی ټغر دې زماپه راتلو څه ارادې لري؟
ستا لېونی خو لکه ملنګ کچکول په لاس ستا پر لور روان دی.
مېرمنې یې له مینې ډکه مسکا وکړه، او ځواب یې ورکړ :
راتګ دې د شکي روژې اختر دی، د انتظـار شـېبې یـې ښـکلوم؛ ځکـه چـې خوند به یارانه وکړي، ماسره او تاسره!
خاوندیې ژر ولیکل : له زړه، بټو، بنګړو او سـپینو- سـپينو مړونـدو سره خـو سلا وکړه!
مېرمن: د رواج له بندیزونو او په چغو د دې لوړو - لوړو غرونو له انګازو څخـه وېرېږم.
باور وکه دا چې زما او دا ستا په منځ کې ولاړ دوېوالونه ښکاري، دې تـه هـم ساه تنکې کېږم؛ ژر راځه ، کنه په چغو مې کلي خبروم .
خاوند مسکا وکړه، چې بس کـه بیروبـار نـه و، دوه سـاعته دې زړه تـه عـذر وکړه، در وبه رسم .
د څه باندې دوه سـاعت و وروسـته لـه عسـکرۍ راغلـی اتـل، بېـک پـه اوږه، درېشي په ځان او د مېوو پاکټ په لاس، د دروازې په درشل ودرېد.
غږ یې وکړ، ای د کور واکدارانو!
مسافرو ته اجازه ورکوئ؟
په غږ یې مېرمنې د کنټرول ماده له لاسه ورکړه او له ټولو وړاندې یې د خپل مینه ناک خاوند غیږې ته ځان ورساوه .
تر ډېره یې د یو بل غېږه کې ځانونه ورک کړي و و، چې مور یې ورغږ کړ :
لورې! زما خو هم زوی دی کنه! موږ ته خو یې هم لږ روغبړ ته پرېږد ده
ولې نه مورې!
زوی دې کلکه نیولې یم، له کله نه ورته وایم، چې د کور نور غړي دې هـم ستړي مشي ته ولاړ دي، خو لکه چې عسکرۍ کې یې د سترګو لید هم کم
کړی .
خاوند یې هم په دې خبره هوش کې راغی او په مسکا یې ورته وویل :
له تا نه لا اوس هم د دې دروغو عادت نه دی تللی ؟!
مور او د کور نورو ټولو غړو په خنداوره خوله روغبړ وکړ او د همدې نـاوې پـه خونه کې سره جرړه شول .
خوراک - څخاک وشو، ټوکو ټکـالو هـم خپـل رنـګ جـوړ کـړی و او د عسـکر خوېندو د ورور په نشتون کې د خپلې ور ېندارې د ژړاګـانو نکلونـه خپـل ورور ته کول، چې په تمثیلي بټه به د ورېندار لـه جـدي غبرګـون سره مـخ شـول؛
همداسې د عسکر په نشتون کې د مېرمنې د ژړاګانو د راز خونه، اوس ټولـه خندا ګانو پور کړې وه . شپه شوه، یو - یو له خونې په وتو، تول خپلو خونو ته لاړل. دوی د یو بـل پـه سترګو کې سترګې ښخې کړې.
د لـږې مسـکا وروسـته دواړه د جـدای پـه یادونو ډوب شول، د سترګو له سمندره یې د اوښکو څپو لکه فـوارې اوبـه رد کړې؛ په مړو - مړو اوښکو یې د یو بل په درد ځانونه وپوهول . دې کې ډېر وخت واوښت؛ د مېرمنې دې غړ یې چې:
بې وفا اوس راغلې! ؟ د خونې چوپتیا ماته کړه .
تا دا فکر نه و کړی، چې که ستا په نشتون کـــې لـه ډېـره درده مـړه وای. د خاوند فکر یې هم د درد له حالته اوسني خوشاله حالـت تـه راوګرځېـد او پـه مسکا یې وویل : د مرګونو ځای کې زه وم او دعوې یې ته کوې!
د خونې چوپتیا لږه موده ګیلو او بیا د مینې حپو ماته کړه .
خاوند یې د خپل بېک وړوکی جېب خـلاص کـړ ډبي کـې ګوتـه او د لــمدو نکریزو ډک پاکټ یې د مېرمنې په ورون کېښود .
په خندا یې وویل :
واخله لېونی! که درته هغه د مور نـوم اخلـم، بیـا غوصـه کېـږې . راکـړه لاس دې، چې درته په کې د نیول شوي کمین انځور واچوم .
مېرمنې یې په تمثیلي بټه تندی تریو کړ :
د کمین انځور دې مور ته واچوه، چې تـل دې پـلار پـرې د بریـد اراده لـري؛
ماته ښایسته ګلان واچوه، چې سبا پرې دا کوتمه هم په لاس کړم!
په سبا یې ډېر ملګري د عسکر لیدو ته راغلل؛ له هغـو سره یـې د عسـکرۍ کیسې وکړې .
همداسې ډېرې شپې سـبا شـوې، تـر دې چـې د ځـوان د بېرتـه تـګ ورځـې رالنډې شوې .
یوه ورځ چې بېرته تلو ته یې دوه ورځې پـاتې وې، مــېرمنه یـې بـې هـوښــه شوه، په بیړه روغتون ته لاړل .
له معایناتو او تشخیصاتو وروسته یې ځوان ته مور راغله او پـه مسـکا خولـه یې زوی ته مبارکي ورکړه، عسکر هک - پک شو، ویې پوښتل :
څنګه چل دی مورې!؟
atOptions = {
'key' : '6c788b553cc993a08085fac4ed265ff1',
'format' : 'iframe',
'height' : 600,
'width' : 160,
'params' : {}
};
document.write(' ');
د مور د خولې کشک یې نور هم وتښتېد او په خندا یې وویل :
مبارک دې شه زویه! لخېره پلار به شې!
عسکر ځوان د حېرانی مسکا وکړه او اسمان ته په کتو وو لی :
ربه مننه ستا له ذات نه، چې که جېب مې خالي خو زړه دې مست راکړ.
لږ وروسته یې د مېرمنې لاس مور نیولی او د روغتون له ودانې راووتل .
عسکر ځوان په حېرانتیا - حېرانتیـا د خپلـې مېرمنـې مـخ تـه کتـل او د خپـل راتلونکي اولاد مجسمه یې د مېرمنې له ښایسته جوړ شو ي شکله انځوروله . موټر کې ناست یې غلی شان خپلـه مېرمنـه وسـکونډله او پـه غـوږ کـې یـې
مبارکي ورکړه .
مېرمنې یې د حیا په څادر سترګې پټې کړې وې او د هېڅ ویلو جرئت یې نـه درلود.
له ځان سره یې د شیرینی په بټه یو څه د کور غړو ته یوړل .
کور غړي چې له وړاندې د مېرمنې حالت لیدلی و، تعجب کې شول .عسکر ځوان سل زړو نه یو کړل او په کرار غږ یې وویل :
مبارک مو شه !
ستاسې کور ته به زما د مېرمنې پوټسټېټ راشي !
دا چې د ډېرو خلکو هلکان خوښیږي، د مور یې تنـدی تریـو شـو اوپـه بیـړه یې وویل: څه وا ېی زویه!؟
خدای مې دې د اېنګور لـمنه شنه کړي !
خدای دې ستا په څېر په ګلالي زوی ونازوي .
عسکر چې د مخ جغرافیه یې مسکا اشغال کړې وه، وویل :
نه مورې زه بدرنـــګ یم، خدای دې د سپــوږمی په څېـر یـوه لـور راکـړي او ان شاءالله چې همداسې به کيږي هم؛ ځکه ما مې سپوږمی تـه پـه لـومړي ځل کتو سترګو کې د خپل راتلونکي اولاد مجسمه رسم کړه .
ځوان عسکرۍ ته په بېرته تلو کې د خپلې مېرمنـې اوښـکې پـاکولې او د ډاډ په پار به یې هغه ته په لنډ وخت کې د بېرته راتلو ژمنه کوله، خو مېرمنې یـې د ده په نشتون کې یوه ثانیه هم په درد کې لیدلـه؛ ځکـه دې تـه یـې خاونـد لاندې ځمکنی ګلاب، بره ستوري او آن پاس اسمان و؛ نـو لـه همـدې املـه پرې بې حسابه ګران و.
چـې بلاخـره یـې خپـل مینـه نـاک خاونـد پـه ډېـرې ناچـارۍ، د مسـافرت او عسکرۍ سخت ژوند غېږې ته د اوښکو په بدرګه وسپاره .
ژوند همداسـې تېرېـده، چـې وخـت وروسـته یـې د خاونـد بیـا راتـګ انګـازو مېرمنه بیا د امېد او خوښۍ په تغر کېنوله .
تیاری د تېر په ځېر ونیول شو، ټولو دروازې ته په کتو د عسکر ځوان راتـګ ته شېبې شمیرلې، خـو د راتـګ لـه وختـه یـې څـو سـاعته ډېـر ځنـډ وکـړ . مېرمنې یې دروازې ته په کتو دوه سترګې څـــلور شـوې. سـاعت او دروازې ته په ډېروکتلو د کورنی د غړو سرونه وڅرخېدل.
شپه شوه، خو عسکر ځوان هـېڅ ونـه لیـدل شـو، ټـول کـور د تشـویش پـه دریاب غوټې وهلې . هېچا هم سترګه پټه نه کړه. د زنګ هڅه هم بې پایلې وه؛ ځکه موبایل یې بند وو.
قومندان ته یې زنګ ووهل شو، له هاغه ځایه هم د ورتلو خبره وشوه . بې مړي یې په کور د غم تغر خور و، آ ن تـر دې چـې سـبا بیـا همغـه وخـت شو. ناګهانه یې د مېرمنې موبایل ته د خاوند په نمبر زنګ راغی ........
نور بیا .... . انتظار وکړئ .
د هر اړخیزه معلوماتو لپاره ما فالو کړۍ










- لنک حاصل کریں
- X
- ای میل
- دیگر ایپس
تبصرے
ایک تبصرہ شائع کریں