PASHTO DREAM STORY

د قسمت لوبه

ناول: یتیمې انجلۍ مینه. برخه: درېمه ۳

 ناول: یتیمې انجلۍ مینه.


برخه: درېمه ۳



👇👇👇👇👇👇👇👇👇


ناگهانه یې د مېرمنې موبایل ته د خاوند په نمبر زنګ راغی . مېرمنې یـې  په ډېر ه بیړه موبایل پورته کړ او پرته له دې چې د هغه غـږ واوري، د تېـر پـه څېر په غوصی پیل وکړ او کنځاوې یې شروع کړې.

غټ سریه زموږ دې زړه وچوو، تاته دا هرڅه ولې توکې ښـکاري؟ سـتا زمـا په دې اُ مېدوارۍ هم زړه ونه سوځېد، چې بې پروا دې موبایل بند کړی وو؟

ککره دې غټه ده، خو هېڅ ماغزه په کې نشته، تا خو دې خـدای راولي، کـه تر دوو ورځو درسره خبرې وکم او یادرته سلام واچوم!

ولې ؟ 

خلک به همداسې ټول کور د تشویش په ټغر کېنوي!؟

ته پوهېږې!؟ 

د مور دې بېګا د تشویش له امله دومره فشار لوړ شوی و، چـې دوه ځلـه مـو روغتون ته بېولې؛ پلار، ورونه او د خوېنـدو خـو دې د سرو سـترګو پوښـتنه مه کوه . زه خو دې هسې هم بې مرګه ووژلم .

مېرمنې یې لا نور هم څه ویل، چې یو کـرکجن غـږ یـې پـه خولـه کـې خـبره ور وچه کړه .

اووو بسسس کړه نوووو !!!

کیسې دې شروع کړي، وار بل چاته د خبرو نه ورکوې!

ته،  تت، ته څوک یی!

زما خاوند چرته دی؟

ښه خو دی؟ 

زه ستا دی ځوان خاوند اجل یم، اجل!!! 

د کور نـور غـړي دې هـم راوغـواړه، چـې د خپـل نـازولي سره  خبرې وکړي، چې کیسه یې نوره ختمه ده. 

د کور غړو چې له پخـوا یـې غوږونـه د دروازې غـږ تـه بـوڅ و، د مېرمنـې لـه لوري د خپل خاوند نوم په چغه کې اخېستؤ، ټول په بې درېغـه منـډو د نـاوې تر خونې ورسول . 

ګوري، چې ناوی موبایل په غوږ کریکې وهي. په تنـدي یـې مـړو خولـو لارې کړي، د هر چا زړه د حالت پوښتنه کوله، خو زبون د ټولـو خـولې مهـر کـړې وې، چې ناڅاپه یې مېرمنې د ژړا په کریکه کـې د خپـل خاونـد د نیـول کېـدو خبره وکړه . 

چا په سینه او چا په خوله لاسونه کېښودل، هک حېران یې د موبایل پر لور د ناهیلی سترګې ښخې کړې 

ناوې مېرمنه په خپل زړه کې د هیلو په لټون شوه او په ځاریو یې پیل وکړ:

خېر دی، قربان مو شم، زما خاوند میږي ته هم ضرر نـه رسـوي، نـو تاسـې ولې هغه ته د زیان اړولو هڅه کوئ!؟

پوهېږئ!؟

په قسـم کـه بـه زه د خپـل خاونـد نـه غیـر پـه دې دنیـا کـې یـوه شـېبه هـم اوسېدلی شم؛ زړه مې چو ي، که زما خاطر نه کـوئ، زمـوږ د دواړو راتلـونکي معصوم اولاد سترګو ته وګورئ ! اولاد ته مې په نس کې د یتیمی څپېـړه مـه ورکوئ ! پلار به یې د هغه اوهغه به د خپل پلار د څېرې لیدو ارمانجن وي . 

کرکجن غږ یو ځل بیا غږ وکړ، چې له و ړاندې یې د مېرمنې غـونې زیـږې کړې : 

ولی مو خاوندان زمونږ په مرګ پسې لیږئ؟ 

کله کله خو به دوی هم د مرګ خوراک کیږي، داسـې خـو نـه ده، چـې دوی لکـه ښـکاريان، یـوازې زمـوږ مـرګ پسـې راخېسـتې، مـوږ هـم دوی د مـرګ مېلمانه کولی شو، ژوند یې په دوزخ بـدلوی شـو، کـورنۍ یـې د غـم پـه تغـر کېنولی شو ! زه نه غواړم چې له نامحرمه خځو سره په خبرو ځان د جهنم خشـاک کـړم .د انساني همدردۍ له مخې که له دې عسکر ځوان سره اخـري خـبرې کـول غواړئ، نو چې موبایل ورکړم، کنه نو له دې ځوانـه مـو د کـو ر پـه کنـده اوبـو کې لاسونه ووینځئ!

د مېرمنې یې په مخ د اوښکو بې شمېره لارې جوړې شوې، په ژړغـوني غـویې وویل: 

موبایل لږ ورکړه!

خبرې ورسره وکړئ! - موبایل ورکو م، خو ګوره وخت ډېـر نشـته؛ لنـډو کـې د ژونـد اخـري خبرې وکړئ!

واخله ځوانه کورنی سره دی د ژوند اخري خبری وکړه 

مېرمنې یې په سلګو - سلګو کې د خاوند نوم اخېسته، او په ژړا کې یې تـرې پرلپسې پوښتنې کولې :

ولې قنده؟ 

دوی څوک دي ؟ !

وهلی خو به یې نه یې؟

ولې تاسره داسې کوي؟

څه زیان خو به یی نه وی درسولی؟ 

د خاوند یې د مېرمنې حالت په خبرېدو سـتونی ډک شـو او پـه ټیټ غـږ یـې وویل : 

ژاړه مه ګرانې! !! هسې نه مـا دلتـه وژړوې، بیـا بـه دا دوی وايـي، چـې عسـکر د مـرګ لـه ډاره ، لـه سـترګو د ارمـان اوښـکې تـوی ې کـړې. زه له داسی خلکو  څخه هېح ډار نه لرم . ماته دعا کوئ؛ خدای چـې څـه کوي، دا دوي یې لیدلی هم نشي . 

مېرمنې یې چې د خپل خاوند ټينګ عظـم ولیـد ؛ فکـر یـې وکـړ، چـې ممکـن خاوند یـې د ځـان تسـلمېدو پرځـای د کـوم غبرګـون تابیـه نیسي، پـه ډکـو سترګو یې ورته د ځان خلاصون سـوالونه کـول او همـدا یـې ویـل، چـې څـه وکړه، کنه زه ستا نه بغیر یوه شېبه هم نشم تېروی .


دې خبرو کې و، چـې د ځـوان لـه لاسـو هغـه کـرکجن غـږ لرونکـي سـړي د موبایل اخېستلو غو وکړ، ځوان وویل :

یو دقېقه صبر، یوه جمله ویل غواړم!

ولاړ کس همداسې د موبایل اخېستو په پار نیم ځوړند پاتې شو. خاوند یې مېرمنې ته وویل، چې د موبایل اواز پورتـه کـړه ! غـواړم یـوه جملـه تاسې ټولو ته ووایم!

خونه کې د ساندو ویر خپـور و، مېرمنـې یـې پـه ډکـو سـترګو ټولـو تـه د دې جملې د اورېدلو بلنه و ر کړه، ډېر ژر خونـه کـې د خاموشـی فضـا خپـره شـوه. عسکر ځوان د زړه په ډاډ داسې وویل : 

            بیا به راځم څارئ مې لاره


     که مرګ رامخکې نه شو تاسې له درځمه! 

د دې په ویلو یې درون غږ وکړ، چې دعا کوئ ! یا تیر یا توقه، برید کوم!

په همدې سره د ډزو غږونو د ځوان په غږ برلاسي توب خپل کـړ . کـور کـې هم د خاموشی فضا ژړغونو کریکو ماته کړه. مېرمنې یې په سلګیو کـې ډېـر غږونه د پوښتنې په پار وکړل، خو ځواب یې ونه موند. 

په ژړغوني غږ یې خدای ته د غذر لاسونه پورته کـړل او پـه ژړا - ژړا یـې الله پاک ته زارۍ پیل کړې:

که به  ما یوه  ورځ هم ستا په مینـه، تاتـه سـجده کـړې وي؛ نـو خېـر دی، د هغې له مخې زما خاوند په خپل امن کې وساته او ته یـې ژونـدی خپـل کـور ته راستون کړه!

ګاونډیان هم رارسېدلي و، هغوی هم د تسلی هڅې کولې، خو تـر ډېـره بـې پایلې وې . 

بله شپه هم په ويښه تېره شوه، سهار چې د کورنی هیلې هم یو څه مـړاوې شوې وې، ناڅاپه دروازه کې لوړ غږ وشو :

سپوږمۍ زه را اغلمم!!!

مېرمنې یې د دې غږ په اورېدو لاره خطا کړه، چې څه وکړي؟

له خونې تر دوازې لاره یې څو قدمه کړه او ځان یې د مرګ لـه خـولې راوتلي خاوند په غېږ کې واچو. خپلو اندرېندو ته یې په ډکو سترګو چغې کړې؛ چې راشئ! ورور مو راغی! 

مورې! راشه اتل زوی دې راورسېد. 

دا چــې خــبره بیخــي ډنــډوره شــوې وه، ګاونــډیانو ښځو، ماشــومانو او آن ځوانانو هم د دوی یو بل په مینه ښکلول ولیدل او دوی هم د مینې په داسې مقام کې کرار درلود، چې هېڅ یې نورو خلکو ته پام نه و، ځینو مشرانو دغـه 

کړنه خه ونه انګېرله، خو یو ځوان په مسکا یو مشر ته مخ واړوو او په مسکا یې وویل :

د دوو زړونو په کیسه او د عشق په مرتبه کې ګوتې وهل د غمازانو کـار وي، 

ځئ چې موږ ترې ووځو!

دغه جدا شو ې جوړه چې په ځانونو پوهېـدل، نـو د عسـکر ځـوان خوېنـدو او مور ترڅنګ یې ټولو نږدې خپلوانو د ځوان د ښکلولو هڅې کولې؛ بې اخـتره خوښۍ  بې مړي غم ته دې کور کې لغته ورکړه.

هېڅوک نه پوهېدل، چې له خوښې څه وکړي او څه ووايي؟

مېرمنې یې له خدایه شکر ووېست او خپل تک سور ځادر یې یـوې ګونډۍ پېغلې ته ډال کړ،  په مسکا یې وویل : 

واخله! کېدای شي، ستا هم همداسې مینه ناک ځوان نصیب شي . خاوند یې خپلې مېرمنې په کتو ځان سره همدا ویل :

له تا بغیر مې د ژوند په دایره کې ساه ورکیـږي! وخـت مـې د تنهـای تـورې  پنجرې ته سپاري! د ژوند له کتابه مې توري کډه کـوي او د فکـر لـه خیـالي اسمانه مې ستوري تښتي!

دې فکرونو کې وو، چې مېرمنې یې د خلاصون په اړه ترې وپوښتل .

عسکر په مسکا وویل : 

َمړې تا خو دسې ژړل، زموږ دې زړه وغورځاو؛ که زه بله ورځ ووژل شـم، تـه به همداسې کارونه کوې!؟ 

مېرمنې یې د مرګ ټکي په اورېدو لکه د کندهار انار رنګ تک - سـور شـو او د تولې کورنی په مخ کې یـې د خاوند په خوله خپل سره لاسونه کېښودل : 

ُچپ !

د مرګ په اړه چې یوه کلیمه هم بله ونه وایې، د خلاصون کیسه دې وکه!

خاوند یې اوږده ساه واخېسته او په خبرو یې پیل وکړ :

کلــه چــې مــې تاســې سره خــبرې کــولې، نــو د هغــه کس اوږه د موبایــل اخېستلو په پار زما لور ته مایله شوې وه، چې په اوږه یې ټوپـک هـم زمـا پـه  څنګــل لږېــده؛ همدلتــه مــې د خپلــې عســکرۍ لــه زده کــړي تکتیکــه کــار واخېست او د ټوپک په اخېستلو مې لومړی په هم هغه او وروسته د هغه پـه نورو ملګرو ډزې وکړې . 

د دې خبرو په جریان کې د کورنی ټولو غړو غوږونه بوڅ او په مخ کې یـې د انتقام رنګونه راتلل . 

مور وویل: خه نو هغوی تش لاس ول ؟ !

      نه موری! 

زه هغوی د وژلو په نیت د فلمبرادارۍ کمرو سره، له خپل مرکزه لرې دښـتې ته په موتر کې بوولی وم، چې ما له ټوپک اخېستلو سره سم ځان د موتر تـر شا و رسوو او هغوی مې هېڅ خورېدو ته پرې نه ښودل .

که څه هم هغوی د موټر په ښکته سر یـو څو ډزې وکـړې، خـو شـکر زه د موټر بره سر ته پت وم . 

د هغوی ختمولو سره سم مې دوه خپلې او دوه پردۍ ځان تر بازاره او بیا تـر خپل کوره راورساوه . تولو د شکر وېستلو په پار خدای ته د مننې لاسونه پورتـه کـړل او د هغـه لـه درباره یې ځوان ته د نوي ژوندپه ورکړې منندوی کوله يی د رخصت څخه دې جوړې په خـورا ډېـره مینـه خونـد واخېسـت او د یـو بـل دردونو ته ټګور شول .


دا وخت د ځوان د مېرمنې اومېدواري له اتو میاشـتو اوښـتې وه، د راتلـونکي ماشوم جنسیت هم مالوم شوی و؛ مېرمنې یې له خاونده پوښتل : ته نن په ایمان راته ووایه، چې زه او زما لور درته یادېدو او که نه؟

موږ خو تاپسې ډېر ژړېدو، ته ژړېدې او که نه؟

خاوند به یې سترګې ورته په سترګو ښـخې کـړې او لـه خـولې بـه یـې و رتـه داسې ووتل:

لـه زړه نـه زړه تـه لار وي؛ څنګه چـې ستاسـې یادېـدم، هــمداسې زه هـم کړېدم .

دا چې د رخصت ختمېدو شېبې رالنډېدې شوی  مېرمنې یې هېڅ بیا تلو ته زړه نـه ؤ، هغې ورته د شخصي کاروبار مشـوره ورکولـه، خـو خاونـد یـې د عسـکرۍ قرارداد تر ختمېدو، د دندې په ترسراوي خان مکلف ګاڼه .

په سبا یې د تـګ امـادګي نیولـه، چـې مېرمنـې یـې خاونـد تـه پـه کتـو زړه وخویېد او هسې بېسه به یې ورته له سترګو اوښکې لاړې . 

خاوند یې بیا هم ورته ډاډګېرنه ورکوله، خو هغـه تـه دا تـګ پـه زړه کـې ډېـر دردوونکی ښکارېده .

شپه شوه، مېرمنې ته یې هېڅ خوب نه ورته، د خپل خاونـد پـه سر کـې یـې ګوتې وهلې...


نور بیا..........


د هر اړخیزه معلوماتو لپاره ما فالو کړۍ

تبصرے