PASHTO DREAM STORY
- لنک حاصل کریں
- X
- ای میل
- دیگر ایپس
ناول یتیمې انجلۍ مینه.
برخه: څلورمه.
👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇
چې د وخت په تېرېدا یې خپل حالت خه نه لید، اړ شوه چې له خپل خراب حالته خاوند خبر کړي . هغه ورته بیا هم ډاډ ورکاوه، چې هېڅ خبره نشته؛ هسـې وېرېـدلې یـې، خـو مېرمنې یـې دا نه مـنله او په ټینګار یـې ورتـه د خپــل خـراب حالـت یــادونه ورکوله عسکر ځوان خپله مور خبره او روغتون ته د تلو تابیه یې و نیوله .
ورغلل؛ ځوان بهر انتظار وېستو، د تورې شپې په چوپه چوپتیا کې ځوان لـه روغتونه د ماشوم د ژړا او کریکې واورېد ې؛ ُمسک شو او له ربـه یـې شـکر وویست . لږ وخت وروسته یې مور د دوا پارچه په لاس د زوی خواتـه راغلـه، د زړه پـه
زور یې مسکا وکړه او زوی ته یې د لور د پېدایښت مبارکي ورکړه .
عسکر ځوان هېڅ نه پوهېده، چې له خوشالی څه وکړي؟ په بیړه یې دوا راوړه او بار - بار یې د روغتـون دروازې تـه کتـل، چـې کلـه بـه خپله مېرمن او لور ګوري؟ وخت وروسته یې مور د موټر تاوولو غوښته تـرې وکـړه، چـې کـور تـه د تلـو امادګي ونیسي .
ځوان د موټر مخه د کور او سترګې یې دروغتون د دروازې پر لـور ودرولـې،
چې مور یې ماشوم په غېږ او ترور یې د مېرمنې لاس نیولی، د مـوټر پـر لـور راروان دي .
له موتره ښکته شو، د خپلې مېرمنې بل لاس یې ونیـو او سره لـه نـورو مـوټر ته پورته شول .
ځوان څو منه پلي واخېستل او خه په خوشالی د کور په دروازه ننوتل .
خپل قومندان ته یې پـه زنـګ د لـور پېدایښـت زېـری ورکـړ، هغـه د مبـارکي تر څنګ د درې نورو ورځو اجازه هم ورکړه .
دا درې داسې ورځې وې، چې هېڅ کله ترې په نورو ورځو دومره خونـد نـه ؤاخېستل شوی .
عسکر خپلې مېرمنې ته په مسـکا مبـارکي ورکـړه او خپلـه لـور یـې پـه تنـدي ښکل کړه
په درېیمه ورځ سهار یې مېرمنې ته د تـلو ویـل؛ مېرمنـې یـې بـې واکـه لـه خولې ورته ووتل :
لیونې به شمه، مرمــــه - داسـې مـــه وایه چې ځمه
بــې له تا به لــــېون شـم
ستا په مینه قــــسم خورمه
خاوند یې اوښکې پاکې کړې او په مسکا یې وویل :
دغه دی شاعره هم شوې!
د ګلونو ګل غوټې
د سپرلي مسته سیلۍ !
د وفا له سره تېره لېونۍ !
ژاړه مه ! ان شاءالله ډېر ژر به راشم، بیا به یو خه پروګرام ونیسـو، خـتم بـه وکړو او بېرته به په تخت کېنو . ځوان د کور ټول غړي په ژړغونو سترګو پر ېښـودل او د کـور لـه درشـله بهـر .شو
لاړه د تېرې کارنامې په اړه د مشرانو له لوري وستایل شو . دنده یې په پوره ځواک ترسره کوله، خو ترڅنګ ییرخصـت راتلـو تـه هـم
شېبې شمېرلې .
وخت چې څومره هم بېرته نږدې کېده، نو مېرمنه یې له ماشـومه او ماشـومه یې له موره ډېر په زړه ورېدل، چې د انتظار شېبې یې رالنډې شـوې؛ پـه څـو ورځو کې یې رخصتي پیل کېده . د مېرمنې نه یې د څه راوړلو پوښتنه وکړه، هغه ورته وویل :
که رښتیا په تخت کېنو، نو ګوره زه په هغه زوړ کمیس کې نه کېنم . ماته درسره یو نوی سپین کمـیس هـم واخلـه او لـور تـه مـې هـم ښایسـته ښایسته لباسونه!
خاوند یې مازیګر قرارګاه ته نږدې بازار کې سودا وکړه. ځان یې تګ ته پوره اماده کړ، چې د شپې ناوخته په قرارګاه باندې د دولت مخـالفینو بریـد وکـړ. ټول په خوب ویده ول، پرته له څو پېره دارانو، چــې هغـوی هــم د بریـدګرو له لوري په ابدي خـوب څملاستل . ټوله قرارګاه کې ډزو او د خلکو د غوغا غږونه خپاره شول .دا چې دوی تر ډېـره ناوختـه یـو بـل سره ګـپ لګـوو، نـو د بریـد پـه اړه یـې مېرمنې ته وویل، د هغه په زړه کې بې ډزو شور ګډ شو. خاوند یې د موبایل بندېدلو غوښتنه ترې وکـړه، خـو مېرمنـې یـې پـه نـاکراره چغو هغه له دې کاره منع کړ او ورته ویې ویل :
همداسې ګوشکي کېده او خپل کار دې کوه، چې زما درته سودا نه وي .
َهمداسې وشول، ډزو - ډوز بیخي زیات شو، د زخمیانو چغو د مېرمنې نـه پـه کور کې وار - پار خطا کړ.
هره ګړۍ به یې له خاونده پوښتل :
ای ګرانه ته خه یې ؟ !
خاوند به یې هم ځواب ورکـو و، چـې تـر اوسـه خـو هـو، امـا کاتـه راتـه ډېـره جنجالي ښکاري .
غوغا ورو - رور ډېرېده، چې د عسکر ځوان د خونې دروازې درز ښځه یو ځل بیا و ر ا خطا کړه او په ژړغوني غږ یې وویل :
ښه یی ګرانه!
خاوند یې پر ځای د دې چې دی ته ځواب ورکـړي، پـه زورور او دهشـتي غـږ یې د ده خونې کې ننوتي بریدګر ته د تسلیمېدو امر وکـړ، چـې د بریـدګر لـه لوري په ډزو عسکر هم خپلې سرې مرمې د بریدګر پر لور وتوغولې .ُ خوله په خوله ډزې وې، بریدګر او عسکر دواړو د الله اکبر چغې وهلې .
ډېرې مرمۍ د دواړو له لوري د یو بل وژلو په پار تبادله شوې، چې دې کـې د عسکر له شپېلۍ یوه وتلې مرمۍ د بریدګر په ټټر ورننوتله هغه په دردېدونکي ډول تندی تریو کړ. په ډېرې سخت یې ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو بټن ته د لاس وروړلـو هـڅه کولـه؛ عسـکر سـترګې د دې
حالت په لیدو رډې ووتې، ژر یې څو نورې مرم هم پرې پېرزو کړې، خو له ځانه تېر بریدګر ځان پورې تړلو چاودېـدونکو توکـو بـټن تـه لاس ورسـېد او یوې زوروې چاودنې غږ تر ډېر و لرې ځایونو انګازې ورکړې .
د چاودنې زورور غږ له مېرمنې نه په کور کې زړه وویست . په چغو - چغو یې د خپل خاوند د روغتیا پوښته کوله، خو خاونـد یـې چـې پـه ټول مخامخ بدن د چاودېدونکو توکو پارچې خـوړلې وې؛ د لـږ ځنـډ وروسـته یې د زړه په ډېر زور مېرمنې ته یو څو کلیمې وویلې :
ګرانې!
هېڅ خه نه یم ! کېدای شي تر همدې ځایه بـه وه ؛ ځکـه وتـل او بیـا رغېـدل مې ستونزمن دي. ستا مې هېڅ ارمان پوره نشو کړای :
هغه دنیا کې به مجنون ته وایم
زه هم عاشق وم، خو مزه مې نه وه
د کورنۍ په ټولو غړو، په ځانګړي ډول په ځان او په خـوږې لـورکۍ مـې ډېـر پام ... .
پـه دې سره د خاونـد غـږ ورک شـو، د مېرمنـې ناتراشـه کریکـو د شـپې پـه خاموشۍ کې انګازې وکړې. څو میاشتنۍ ماشـومې هـم پـه چغـو کـې خپلـه مور بدرګه کړه او په خپلې یتیمۍ یې د درد څو کریکې وو هلې .
د کور نور غړي هم په ورخطایۍ د ناوې تر خونې راغلل، د هغـوی راتلـو سره سم موبایل کې بیا کمزوری غږ تر غوږ شو، چې د زړه په ډېر زور یې د :
اَشهدُالاّاِله اللهُ َو َ اشهدُانَّ ُمحمداً َ عبدُهُ َ وَرسُولهُ
کلیمه وویله .
د مېرمنې په زورورې چغې د کور غـړو پـه غوږونـو کـې لاسـونه کېښـودل او بار بار یې له مېرمنې د علت پوښتنه کوله.
مېرمنې یې په -چغو چغو د شهید عسکر مور ته غېږه ورکـړه او پـه زورور غـږ یې وویل :
مورې! ماته تور څادر راوړه ! زه کونډه شوم!!!
لور مې د یتیمۍ څپېړه وخوړه!
نازولی زوی دې په خپلو سرو وینو ولممبېد او د تورو خاورو کوربه شو . ټولو په رډو سترګو یو بل ته کتل . د عسکر مور چې دا خبرې نه شوې زغملـی، خپلـې اېنګـور تـه یی کلکـه څپېـړه
ورکړه، چې دا څه وای ؟
زوی مې سبا راځي او ته د سرو وینو او تورو خاورو خبرې کوې .
دې کې د شهید عسکر مشر ورور موبایل تر غوږ کړ د څو انسان خوړونکـو ډزو غږونه یې واورېدل . ................ نور نو بلې برخه کې
خوند یې وکړ کنه.
د هر اړخیزه معلوماتو لپاره ما فالو کړۍ
- لنک حاصل کریں
- X
- ای میل
- دیگر ایپس
تبصرے
ایک تبصرہ شائع کریں